د امريکايي هېوادونو په سرمشريزه غونډه کې ګډونوالو د امريکا غندنه وکړه
CMG2022/06/12 15:26:43
شريکول:

په ځايي وخت د جون په ۱۰مه نېټه، د څو لاتيني هېوادونو مشرانو، چې د امريکايي هېوادنو په سرمشريزه غونډه کې ګډون کړی، د دې غونډې د کوربه هېواد امريکا د هغې کړنې غندنه وکړه، چې ځيني لاتيني هېوادونه يې د ګډون له حقه بې برخه کړي. د يادو مشرانو په اند، د امريکا داسې کړنه د امريکايي هېوادونو يووالی تخريبوي او د نړيوالو اړيکو له مهمو اصولو څخه سرغړونه ده.

د انتيګوا او باربودا صدراعظم ګاستن برون په ياده غونډه کې هيله څرګنده کړه، چې په راتلونکي کې د هيڅ امريکايي هېواد مشر د ګډون له حقه محروم نه شی. نوموړي زياته کړه، چې پر کيوبا د سوداګرۍ د تګ راتګ ممنوعيت بايد لغوه شي، ځکه چې داسې ممنوعيت د لوېديځې ځمکنۍ کرې سوله او سمسورتيا زيانمنوي.

د جون په ۱۰مه نېټه د يادې غونډې درباندې، د امريکا يو شمېر ملکي سازمانونو لاريون تر سره کړی، چې د امريکا له يادې کړنې سره يې مخالفت څرګند کړی او له امريکا څخه يې غوښتي، چې د لاتيني امريکا سيمه ييز ثبات دې نه ويجاړوي.