چين به سږکال د 5G تېکنالوژۍ ۶۰۰ زره بېس سټېشنونه زيات کړي
CMG2022/06/12 15:25:56
شريکول:

د چين د صنعت او مالوماتو وزارت د شمېرنې له مخې، چين د روان کال د اپريل تر پايه پورې په نړۍ کې د 5G تر ټولو لويه شبکه جوړه کړې. دغه هېواد په عمومي ډول د 5G تېکنالوژۍ ۱ ميليونه او ۶۱۵ زره بېس سټېشنونه جوړ کړي، چې د نړۍ د5G بېس سټېشنونو  ۶۰ سلنه يې نيولی. په چين کې د 5G انټرنېټ استعمال کوونکو شمېر ۴۵۰ ميليونو ته رسېدلی، چې د نړۍ د 5G انټرنېټ استعمال کوونکو ۷۰ سلنه يې نيولی دی.

د چين د صنعت او مالوماتو وزارت به د 5G د اساسي تاسيساتو ابادۍ پياوړې کړي او پلان لري، چې سږکال به د 5Gتېکنالوژۍ ۶۰۰ زره نوی بېس سټېشنونه جوړ کړي.