شي جين پينګ: په نوي مزل کې د سه چوان د پرمختګ د نوي فصل د ليکلو هڅه کوو
CMG2022/06/12 14:58:21
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو کې له سه چوان ولايت څخه د خپلې کتنې په ترڅ کې پر دې ټينګار وکړ چې موږ بايد په هر اړخيزه توګه د سوسياليستي عصري هېواد د ابادۍ په نوي مزل کې د سه چوان د پرمختګ د نوي فصل د ليکلو لپاره کوښښ وکړو او د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرس د هرکلي لپاره دې عملي ګامونه پورته کړو.

عمومي منشي شي جين پينګ د جون په اتمه نېټه د سه چوان ولايت د ګوندي کميټې د مسئول وانګ شياو هوی او د سه چوان ولايت د والي هوانګ چيانګ په ملګرتيا په وار سره مې شان او يي بين ته ولاړ او د کولتوري اثارو د ساتنې له څانګو، ښوونځيو او تصديو څخه يې ليدنه وکړه.

د جون په لومړۍ نېټه د سه چوان ولايت په يا ان ښار کې د ريکتر په کچه د ۶،۱ درجې زلزله وشوه. شي جين پينګ سمدلاسه مهمې لارښوونې وکړې او غوښتنه يې وکړه چې د ژغورنې او له مصيبت ځپلو سره د مرستې، پر وخت د ټپيانو د درملنې او د اغیزمنو خلکو ژوند د تاضمين لپاره دې ټولې هڅې وکړي.