شي جين پينګ د (( تاکونګ باو )) ورځپاڼې د ۱۲۰مې کليزې په مناسبت د يادې ورځپاڼې ادارې ته د مبارکۍ پيغام لېږلی
CMG2022/06/13 14:51:38
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د (( تاکونګ باو )) ورځپاڼې د ۱۲۰مې کليزې په پار د يادې ورځپاڼې ادارې ته د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.

نوموړي په دغه پيغام کې ويلي، چې (( تاکونګ باو )) ورځپاڼې له تېرې يوې پېړۍ راهيسې د چين ولسي جمهوريت د ابادۍ، د اصلاحاتو او ورخلاصون د تطبيق، د عصري جريان د پرمختګ، د چين د هانکانګ د حاکميت د بېرته اخيستلو او د هانکانګ د ثبات او سمسورتيا د ساتنې په برخو کې مثبت رول لوبولی او په نوې زمانه کې يې د ښو غږونو د پورته کولو، د ګډو عامو افکارو د راټولولو، د هانکانګ د ټولنيز ثبات د ساتنې او د هانکانګ او سترې برخې ترمنځ د تبادلو د پياوړتيا لپاره خدمتونه کړي دي.

شي جين پينګ په دغه پيغام کې له (( تاکونګ باو)) ورځپاڼې څخه هيله کړې، چې پر نوښت او پرمختګ ټينګار وکړي، د يو هېواد او دوو نظامونو د دايمي او ثابت تطبيق او د چيني ملت د بيا سمسورتيا لپاره نوي خدمتونه وکړي.

((تاکونګ باو)) ورځپاڼه په لومړي ځل د ۱۹۰۲م ميلادي کال د جون په ۱۷مه نېټه خپره شوه او په نړۍ کې د چيني ژبې ډېره پخوانۍ ورځپاڼه ده.

د ((تاکونګ باو)) ورځپاڼې د خپرېدو د ۱۲۰مې کليزې لمانځې مراسم د جون په ۱۲مه نېټه په هانکانګ کې تر سره شول او د شي جين پينګ دغه پيغام هم پکې ولوستل شو.