د سین هوا اژانس د خبر له مخې، د سوداګرۍ نړیوال سازمان د وزیرانو ۱۲مه غونډه د جون په ۱۲مه نېټه د سویس په ژنیو کې پرانیستل شوه او ۴ ورځې به دوام ولري.
د مالوماتو له مخې، د غونډې ګډونوال به د کرونا وبا ضد د واکسین د پوهنې مالکیت د لغوه کېدو، د کرونا وبا ضد د مبارزې، له کب نیولو چارو سره د مرستې، د غلودانو امنیت او د سوداګرۍ د نړیوال سازمان د اصلاحاتو په شمول د ځینو موضوعاتو په هکله بحثونه وکړي او د دغه سازمان د راتلونکو کارونو په اړه به د نظریو تبادلې وکړي.
(هیله)