د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخاروا د جون په ۱۲ مه نېټه ويلي، چې امريکا هڅې کوي، چې د پخواني شوروي اتحاد په ځينو هيوادونو کې د خپلو بيولوژيکي او پوځي ازموينو د فعاليتونو د پټولو لپاره عامه افکار تخريب کړي او په بېلا بېلو لارو غواړي، چې اړوند مالومات پټ وساتي.
نوموړې ويلي، چې روسيه به د بيولوژيکي وسلو ضد تړون له متحدو هېوادونو سره په دې اړه خبرې وکړي.
ماريا زاخاروا زياته کړې، چې امريکايي ځواکونه بايد د پخواني شوروي اتحاد د غړو هېوادونو په طبي او روغتيايي برخو کې ګډون ونه کړي او د امريکا پر حکومت يې غږ کړی، چې نړيوالې ټولنې ته په يادو هيوادونو کې د خپلو بيلوژيکي او پوځي فعاليتونو په اړه مالومات ورکړي او مهمو پوښتنو ته دې يې ځواب ووايي.