د عراق په پارلمان کې د صدر غورځنګ غړو استعفاء کړې
CMG2022/06/13 11:45:44
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د عراق د پارلمان مشر محمد حلبوسي د جون په ۱۲ مې نېټې پر خپلې ټويټرپاڼې خبر ورکړی، چې د پارلمان د مقتد الصدر د بلاک ټولو وکيلانو استعفا یې منلې ده.

د دغه هېواد رسنيو په همدې ورځ يوه ويډيو خپره کړې، چې حلبوسي د د مقتد الصدر د بلاک د ټولو غړو استعفا منظوري او لاسليک پرې کوي.

 د عراق د صدر غورځنګ مشر مقتدی الصدر په همدې ورځ په يوې اعلاميې کې د غورځنګ ټولو پارلماني غړو ته ويلي، چې د هېواد د اوسني کړکېچ د خپل لپاره له خپلو دندو استعفاوې وکړي

نوموړي د دې چارې موخه دا ښودلې، چې خپل هېواد له نامالوم برخليک څخه خلاص کړي.