د چين فضايي سټېشن به د روان کال په پای کې د T بڼه غوره کړي
CMG2022/06/13 11:07:24
شريکول:

چين د شنجو ۱۴م نمبر انسان وړونکې فضايي بېړۍ د جون په پنځمه نېټه فضا ته توغولې او ۳ ستورمزلو  یې ۶ مياشتنی فضايي سفر پيل کړی دی.

چين به د ټاکلي پلان له مخې، د جولای او اکتوبر په مياشتو کې د ون تيان او مينګ تيان په نوم د لابراتوارونو فضايي خونې وتوغوي او د تيان هه له مرکزي خونې سره په نښلېدو به د چين فضايي سټېشن د T شکل غوره کړي او په فضا کې به د تيان ګونګ فضايي سټېشن او د فضايي لابراتوارونو سټېشن تاسيس کړي.

د چين د فضايي سټېشن په داخلي برخه کې به د چارو ځای له ۱۱۰ متره معکب څخه واوړي.

چين په ياد فضايي سټېشن کې د ۳ کسانو لپاره د اوږمهاله او ۶ کسانو ته د لنډمهال ژوند او کار زمېنه جوړوي.