اوکراين: غلودانو ته کافي ګودامونه نه لرو
CMG2022/06/13 12:04:51
شريکول:

د اوکراين صدراعظم شميکر د جون په ۱۲مه نېټه ويلي، چې په هېواد کې يې ځيني کرنيز تأسيسات د جګړې له کبله ويجاړ شوي او د روان کال په مني کې به د غلودانو د زېرمې لپاره کافي ګودامونه ونه لري او له کمښت سره به مخ وي.

هغه زياته کړې، چې د کرنې وزارت يې اټکل کړی، چې ښايي د روان کال په اکتوبر کې د غلودانو د زيرمې لپاره کافي تأسيسات ونه لري او اوس په ګرځنده تأسيساتو کې د غلودانو د زيرمې د شونتيا ارزیابي ترسره کوي.

د اوکراين د غلودانو ټولنې د روان کال د جون په پيل کې اټکل کړی، چې روان کال به يې د غلودانو او د غوړيو دانو حاصل ۶۶ ميليونو او پنځه لکو ټنو ته ورسیږي.