د سوداګرۍ نړيوال سازمان عمومي مديرې ايويرا د جون په ۱۲مه نېټه د دې سازمان د وزيرانو په دوولسمې څلور ورځنۍ غونډې کې ويلي، چې په روانې غونډې کې به د سوداګرۍ خبرې اترې له خنډونو او ستونزو سره مخ وي.
هغې زياته کړې، چې ګرده نړۍ له بې ثباتۍ او ډېرو بحرانونو سره مخ ده او د بېلګې په توګه یې د روسيې او اوکراين شخړه، نړيوال امنیتي، روغتيايي، اقتصادي، ايکولوژيکي او جیوپوليټيک بحرانونه ياد کړي دي.
ايويرا ويلي، چې نړۍ بايد ثابته کړي، چې څو اړخيزم ښه اغيزمن رول لوبولی او د سوداګرۍ نړيوال سازمان د نړيوالې ټولنې او خلکو ښه خدمت کولی شي او څو اړخيز سوداګريز سيستم د ټولو خلکو له ګټو سره سمون لري.