د چین ملکي هوايي ټرانسپورټي چارې د ګړندي پرمختګ په حال کې دي
CMG2022/06/13 11:00:53
شريکول:

د چین د کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګرس راهیسې، د دغه هېواد ملکي هوايي ټرانسپورټي چارې د ګړندي پرمختګ په حال کې دي او د مسافرینو د لیږدولو اندازه يې د ټول هېواد په عمومي ټرانسپورټي سیستم کې ۳۳.۱ سلنه نیسي.

چین تر اوسه له ۱۲۸ هېوادونو او سیمو سره د هوايي چلند دوه اړخیز تړونونه لري او ۸۹۵ نړیوالې هوايي کرښې يې پرانیستلې دي.

په چین کې د هوايي ډګرونو عمومي شمېر ۲۵۰ ته رسېدلی او ۵۵۸۱ هوايي کرښې يې پرانیستلې دي.  (هیله)