د امریکا د لاس انجلس په يوه کنسرټ کې د ډزو له امله ۶ کسانو ته مرګژوبله اوښتې
CMG2022/06/13 12:00:09
شريکول:

د  امريکا په لاس انجلس کې د جون د دوولسمې نيټې په سهاروختي په يوه کنسرټ کې ډزې شوي، چې له امله یې درې تنه وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

فوکس نيوز خبر ورکړی، چې د ډزو دغه پېښنه د رېپر سندرغاړې په يوه کنسرټ کې شوي او څو کسانو پکې لاس درلوده، خو د کسانو هویت يې نه دی په ډاګه کړی.

د مالوماتو له مخې، په دغه کنسرټ کې وژل شوي کسان شاوخوا شل کلن نارينه ښودل شوي او په ټپيانو کې د يوه حالت نازک ښودل شوی دی.

پوليسو ويلي، چې دوه بريدګر د کنسرټ امنيتي کسان وو او د پېښې په اړه نورې پلټنې کوي.