سږکال د لوس انجليس د اړدوړ ۳۰ مه کليزه ده. د کاليفورنيا څو سپين پوستو پولیسو دېرش کاله پخوا (۱۹۹۲م) يو تور پوستی کس مرګونی وواهه، خو وروسته محکمې ياد پولیس بې ګنا وبلل. د محکمې د يادې پرېکړې سره هممهاله په لوس انجلیس کې نژادي زورزياتي زور واخېست، چې له امله يې ۶۰ کسان ووژل شول او کابو ۲ زره ټپيان شول.
نژادي تبعيض په امريکا کې لا هم سخته مسئله بلل کيږي.
په امريکا کې د افريقايي اصله، بوميانو، لاتيني اصله، اسيايي اصله او مسلمانانو په شمول نور لږکي د سياست، اقتصاد، تعليم او کار موندنې په برخو کې له سخت تبعيض سره مخ دي او د دوی بشري حقونه تر پښو لاندې کيږي.