د افغانستان په کندز او کونړ کې دوه چاودنې شوي، چې له امله يې ۸ تنه ټپيان شوي دي.
د کندز د عامې روغتيا رئيس د جون په ۱۲مه نېټه ويلي، چې په همدې ورځ په کندز ښار کې يوه چاودنه شوې، چې له امله يې ۳ کسان ټپيان شوي دي.
د کونړ امنيه قومندان مولوي عبدالحق حقاني د روانې مياشتې په ۱۲مه نېټه ويلي، چې د دغه ولايت په مرکز اسد اباد کې د امنيتي ځواکونو پر يو موټر چاودنه شوې، چې له امله يې ۵ تنه ټپيان شوي دي.
د پېښې عيني شاهدانو ويلي، چې په دغې چاودنې کې ۲ کسان وژل شوي او ۵ نور ټپيان شوي دي.
تر اوسه کومې ډلې د يادو پېښو پړه پر غاړه نه ده اخيستي.