امریکایانو د ټوپک ضد لاریونونه وکړل
CMG2022/06/13 11:03:32
شريکول:

د سین هوا اژانس د خبر له مخې، ګڼو امریکایانو د جون په ۱۱مه نېټه د دې هېواد په ګوټ ګوټ کې لاریونونه ترسره کړي او له حکومت او سیاستوالو يې غوښتي، چې د ډزو پېښو د مخنيوي لپاره اقدامات وکړي او د ماشومانو ژوند خوندي وساتي.

د مالوماتو له مخې، امريکايان د واشنګټن، نیویارک، چیکاګو او لوس انجلس په شمول د امريکا په ۴۵۰ ځایونو کې په همدې ورځ لارو کوڅو ته راوتلي وو او له حکومته يې غوښتل، چې د دوی د ماشومانو ژوند وژغوري.

د امریکا د ټوپک د تاوتریخوالي ارشيف ویبپاڼې تازه شمېره خپره کړې، چې له مخې يې په روان کال کې په دغه هېواد کې د ډزو له امله څه باندې ۱۹ زره کسان وژل شوي، چې پکې ۷۳۵ تنه ماشومان دي  او د ۱۵۸  ماشومانو عمرونه له ۱۲ کالونو کم ښودل شوي دي.

 (هیله)