د چین او استرالیا د اړیکو عادي کېدل عملي کوښښونو ته اړتیا لري
CMG2022/06/14 12:23:32
شريکول:

د چین صدراعظم لي که چیانګ په تېره مې میاشت کې د استرالیا نوي صدراعظم انټوني البانیس ته د مبارکۍ پيغام ولیږه او پکې يې ويلي، چې چین غواړي له استرالیا سره د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ د خپلمنځي ستراتيژیکو اړیکو ثابت پرمختګ وهڅوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د جون په ۱۳مه نېټه په یوه خبري ناسته کې وویل، چې د انټوني البانیس ځوابي پيغام چین ته رسېدلی دی.

نوموړي وويل، چې د چین او استرالیا ترمنځ د اړیکو ټينګښت عملي کوښښونو ته اړتیا لري او دا نه یوازې د دواړو هېوادونو د خلکو له هیلو سره، بلکې د زمانې پرمختګ له تمایل سره هم سمون لري. (هیله)