يانګ جې چي د امريکا د ولسمشر د ملي امنيت له سلاکار جاک سليوان سره وکتل
CMG2022/06/14 10:49:50
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او د دې کميټې د بهرنيو چارو دفتر رئيس يانګ جې چي د جون په ۱۳مه نېټه د امريکا ولسمشر د ملي امنیت له سلاکار جاک سلیوان سره په لوکسيمبورګ کې وکتل.  

دواړو خواوو د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو او نورو د ګډې علاقې وړ مسئلو په اړه څرګندې، ژورې او رغنده خبرې کړي او موافقه يې کړې، چې د اصلي کرښې په توګه به د دواړو هېوادونو د مشرانو مهمې موافقې عملي کوي، پياوړې اړيکې او ډيالوګ به روان ساتي او غلط فهمي به کمه او توپیرونه به اداره کړي.

 دواړو خواوو د ارتباطي چينلونو ساتنه اړینه او ګټوره بللې ده.

يانګ جې چي په خپلو خبرو کې په اشارې ويلي، چې ولسمشر جو بایډن د چين دولت رئيس شي جين پينګ ته څو ځلې ويلي، چې امريکا د يوې نوې سړې جګړې په لټه کې نه ده، د چين د نظام بدلون نه غواړي، د اتحادي اړيکو په ټينګولو سره له چين سره مخالفت نه غواړي، د "تایوان د خپلواکۍ" ملاتړ نه کوي او نه هم له چین سره د شخړې اراده لري.

 چين د ولسمشر بايډن يادو ژمنو ته ډېر اهميت ورکوي، خو امريکا له يوې مودې راهيسې پر چين د هر اړخيزو محدوديتونو او فشارونو پر زياتولو ټينګار لري، چې دا کړنې يې نه يوازې د امريکا د ستونزو د حل لپاره ګټورې نه دي، بلکې د دواړو هېوادونو اړيکې له سختو حالاتو سره مخ کولی شي.

نوموړي ويلي، چې د امريکې يادې کړنې نه يوازې د چين او امريکې بلکې د نړۍ د نورو هېوادونو په ګټه هم نه دي، بلکې زيانونه به یې ټولو ته رسيږي.

 دواړو خواوو د اوکراين کړکېچ او د کوريا ټاپووزمې د اټومي مسئلې په اړه هم د نظريو تبادله کړې ده.

 (ژباړه: شکريه)