د چين ترانسپورتي چارو له تېرو لسو کلونو راهيسې ښې لاسته راوړنې درلودې
CMG2022/06/14 11:07:29
شريکول:

د چين د ترانسپورټي چارو خدمتي وړتيا په تېرو ۱۰ کالونو کې تر زياتې اندازې پورې پياوړتيا موندلې او خلکو ته يې ښه احساس وربښلی دی.

د چين د پټليو، سړکونو، د اوبو لېږد سېستم، د ملکي هوايي چلند او بندرونو د مسافرو او مالونو او د لېږد رالېږد او د چټک پوسټ په اړه عمده شمېرو د څو مسلسلو کلونو لپاره په نړۍ کې مخکښ ځای ساتلی او چين د ترانسپورټ له لحاظه د نړۍ له تر ټولو بوختو هېوادونو څخه دی.

د مالوماتو له مخې، په چين کې د ۲۰۲۱م کال په هره ورځ کې په اوسط ډول له ۶۹ زرو څخه زياتې بيړۍ چيني بندرونو ته ننوتلي او وتلي، ۲۶زرو او ۸ سوو الوتکو د چين په مختلفو هوايي ډګرونو کې هوا ته پورته يا ځمکې ته کښته شوي او شاوخوا ۳۰۰ ميليونه بستې لېږد رالېږد شوې دي.

په چين کې د رخصتۍ په مودو کې په اوسط ډول هره ورځ له ۱۰ زرو څخه زياتو مسافر وړوونکو اورګاډو او له ۶۰ ميليونو زياتو موټرونو پر پاخو سړکونو تګ راتګ کړی دی.