په بورکينافاسو کې د بريد له امله ۵۰ تنه مړه شوي
CMG2022/06/14 10:52:50
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د بورکينافاسو د حکومت وياند بېرګه د جون په ۱۳مه نېټه ويلي، چې د روانې مياشتې د ۱۱مې نېټې په ماښام د دغه هېواد په شمال کې د بريد له امله لږ تر لږه ۵۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.

نوموړي ويلي، چې يو ډلې وسله والو په همدې ورځ د دې هېواد د سېنو ولايت په يوې ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو بريد کړی او ۵۰ کسان يې وژلي دي.

بېرګه ويلي، چې په دغه بريد کې ګڼ شمېر خلک ټپيان شوي هم دي او ښايي د مړو په شمېر کې زياتوالی راشي.

راپورونه وايي، چې د سیمې خلک د بريد او شخړو له امله د کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.