وانګ يي د چين، جاپان او کوريا جمهوريت د ۲۰۲۲م کال د همکاريو نړيوال فورم ته د مبارکۍ پيغام ولېږه
CMG2022/06/14 16:07:04
شريکول:

 د چين د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جون په ۱۴مه نېټه د چين، جاپان او کوريا جمهوريت د ۲۰۲۲م کال د همکاريو نړيوال فورم ته د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.

وانګ يي په دغه پيغام کې ويلي، چې يادو درې واړو هېوادونو په تېرو ۲۰ کلونو کې خپلمنځي همکارۍ پرله پسې پياوړې کړي او د ختيځې اسيا د سولې او ثبات د ساتلو او د سيمه ييز يووالي بهير او نړيوال پرمختګ او سمسورتيا د هڅولو لپاره يې يو مهم ډګر جوړ کړی دی.

نوموړي ويلي، چې په نړيوالو حالاتو کې ناڅرګند امکانات ورځ تر بلې ډېريږي او زياته کړې يې ده، چې ۳ واړه هېوادونه دې د ختيځې اسيا او نړۍ د سوله ييز پرمختګ د پياوړتيا د مهم ځواک په توګه خپلمنځي باور پياوړی او همکارۍ پراخې کړي او د سيمه ييزې سولې، اقتصادي سمسورتيا او د دريو هېوادونو د خلکو ترمنځ د دوستۍ لپاره دې ډېر کار وکړي.