سټولټنبرګ: په ناټو کې د سویډن او فنلنډ د شاملېدو وخت نه شي ښودلی
CMG2022/06/14 10:51:03
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د جون په ۱۳مه په سویډن کې وویل، چې په دغه سازمان کې د غړیتوب لپاره د سویډن او فنلنډ د غوښتلو پروسه له اټکل وتلې پېچلې ده او لا هم نه شي ويلي، چې په ناټو کې به دا دواړه هېوادونه کله شامل شي.

 د سويډن لومړۍ وزيرې اندرسن د روانې مياشتې په ١٣ نېټه له ینس سټولټنبرګ سره کتلي دي.

سټولټنبرګ له اندرسن سره په یوې ګډې خبري ناستې کې راڅرګند شوی او ويلي يې دي، چې ناټو د ترکیې اندېښنو او ځينو نورو مسایلو ته ډېر اهمیت ورکوي او د اړوندو مسایلو د حل لپاره له سویډن، فنلنډ او ترکیې سره په ګډه کار کوي.

نوموړي زياته کړې، چې په اوسنیو شرایطو کې د سویډن لپاره مهمه دا ده، چې د وسلو د صادراتو او د تروریزم پر وړاندې د مبارزې لپاره پياوړی سیګنل خپور کړي.

 (ژباړه: شکريه)