د سين هوا اژانس د خبر له مخې، روغتيا نړيوال سازمان د جون په ۱۳ مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۱۳مې نېټې د مازديګر تر ۵ بجو او ۱۹ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۲۱۰۱۲۲ زياتوالی ښيي او عمومي شمېر يې ۵۳۲۸۸۷۳۵۱ ته رسېدلی دی.
د مالوماتو له مخې، په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۳۵۱ تنه مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر ۶۳۰۷۰۲۱ ته رسېدلی دی.