چين: د سوداګرۍ نړيوال سازمان له غړو هېوادونو سره به د پلاستيک د ککړتيا د مخنيوي لپاره لاس په کار شي
CMG2022/06/14 10:48:31
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوداګرۍ نړيوال سازمان کې د چين دايمي استازي لي چنګ ګانګ د جون په ۱۳مه نېټه د سويس په جنيوا کې د ياد سازمان د وزيرانو دولسم کنفرانس د چاپيريال ساتنې په اړه يوې خبري ناستې کې وويل چې نړۍ د ننګونو پر وړاندې د مقابلې لپاره د ټولو هېوادونو ګډو هڅو او همکاريو ته اړتيا لري. چين به د نړيوال سازمان په چوکاټ کې له نورو غړو سره په ګډه د پلاستيک د ککړتيا د مخنيوي او کنټرول لپاره هلې ځلې وکړي او اړوندو کارونو ته به وده ورکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې چين د پلاستيک د ککړتيا مخنيوي ته ډېر اهميت ورکوي او د ياد سازمان لومړی غړی هېواد دی، چې د پلاستيک د ککړتيا د مخنيوي لپاره يې اړين تدبيرونه نيولي دي.

 (ژباړه: شکريه)