د چین پر وړاندې د جاپان شومې تګلارې روښانه شوې
CMG2022/06/14 12:25:53
شريکول:

د شانګریلاـ ډیالوګ ۱۹مه غونډه د جون په ۱۲مه نېټه په سینګاپور کې پای ته ورسېده.

 د جاپان لومړي وزیر  فومیو کیشدا په دغې غونډې کې وینا کړې او د پوځي او اقتصادي چارو په برخو کې يې د چين پر وړاندې د مقابلې موخه روښانه کړې ده.

نوموړي په خپلو خبرو کې په ډاګه ويلي، چې په راتلونکي کال کې به د اندو ـ پاسیفیک د سولې پلان عملي کړي او غواړي، چې د سیاست، اقتصاد، خارجه او پوځي چارو او توليدي ځنځیر په شمول ځینو برخو کې له چین سره مقابله وکړي.

برسیره پر دې، جاپان د یادې غونډې په پروسه کې د جنوب ختيځې اسیا له هېوادونو سره د پوځي تبادلې د پياوړتیا او ورسره د مرستې رویه هم څرګنده کړې او موخه يې دا ښودلې، چې د چین پر وړاندې د مقابلې لپاره څو همکاران پيدا کړي.

(هیله)