چین: ټولو دينونو او مذهبونو ته باید درناوی وشي
CMG2022/06/14 12:17:49
شريکول:

د هند د بي جي پي ګوند يوې ویاندې نوپور شرمه څو ورځې مخکې د اسلام پیغمبر محمد (ص) په هکله نامناسبې څرګندونې کړي، چې له امله یې د نړۍ په لر او بر کې د مسلمانانو توند غبرګون راپارولی او اسلامي هيوادونو ورسره سخت مخالفت ښودلی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د جون په ۱۳مه نېټه په یوه خبري ناسته کې په دې اړه وویل، چې چین تل پر دې ټينګار کوي، د نړۍ د بېلا بېلو عقېدو درلودنکي خلک او  تمدنونه باید یو د بل درناوی او په يووالي کې ګډ ژوند وکړي.

وانګ ون بين هيله وښوده، چې ګرده نړۍ له تعصب لرې پاتې شي او د مختلفو تمدنونو ترمنځ تبادلې وهڅول شي.  (هیله)