د امریکا دفاع وزیر پر چین بې اساسه نیوکې کړي
CMG2022/06/14 11:18:41
شريکول:

د امريکا د دفاع وزير لویډ اسټين په خپلو خبرو پر چين د بدنامۍ تورونه لګولي دي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مې په ١٣مه نېټه په يوه نوبتي خبري غونډه کې د لویډ اسټين څرګندونو ته په غبرګون کې په ټينګار ويلي، چې امريکا د چين د بدنامولو لپاره پر له پسې ناسم مالومات خپروي.

وانګ ون بين وويل، چې د امريکې د چين ضد کړنې به د شخړو راپورته کولو او بادارۍ غوښتلو پرده پورته کړي او د امريکې ناوړه ارادې به نورې هم روښانه کړي.

 د راپورونو له مخې، د امريکا د دفاع وزير لويډ آسټن په دې وروستيو کې د شانګريلاـ ډيالوګ په غونډه کې ويلي، چې په ختيځ او جنوبي سمندرګي کې د چين ځمکنۍ دعوې ډېرې زورورې او يرغلګرې دي او د تايوان تنګي خطرونه يې ځانګړي او د پام وړ بللي دي.

لويډ اسټين په ورته وخت کې دا هم ويلي، چې امريکا د يو چين پېژندنې اصل نه دی بدل کړی، د ټکر او جګړې په لټه کې نه ده، د "نوې سړې جګړې" پیلول نه غواړي او نه هم په سیمه کې د دښمنۍ کېمپونو "ناټو آسیا نسخه" جوړولو لټه کوي.

وانګ ون بين وويل، چې د تايوان تنګي د سولې او ثبات تر ټولو لوی ګواښ د تايوان بېلتون غوښتونکي قوتونه دي، چې امريکا يې تر شا ولاړه ده او ملاتړ او همکارۍ يې کوي.

(ژباړه: شکريه)