شي جين پينګ له ولاديمير پوتين سره ټيلېفوني خبرې وکړې
CMG2022/06/15 22:21:07
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جون د ۱۵مې نېټې له غرمې وروسته د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره ټيلېفوني خبرې وکړې.

شي جين پينګ له پوتين په خبرو کې وويل، چې چين او روسيې له روان کال راهيسې د نړيوالې ناآرامۍ او اصلاحاتو پر وړاندې د خپلمنځو اړيکو د ښه پرمختګ تمايل ساتلی او خپلمنځي اقتصادي او تجارتي همکارۍ يې پياوړې کړي دي. د هې هه – بلاګويشکينسک ترمنځ پل ګټې اخېستنې ته سپارل شوی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانسپورټ لپاره يې نوې زمينه برابره کړې ده.

نوموړي زياته کړه، چې چين غواړي له روسيې سره د ملي حاکميت او امنيت په شمول د اصلي او مهمو ګټو او پاملرنو په چارو کې يو له بل څخه ملاتړ وکړي او خپلمنځي ستراتيژيکه همغږي پياوړې کړي، د نويو سمسورو هېوادونو او پرمختيايي هېوادونو ترمنځ يووالی او همکارۍ وهڅوي او د عدالت په لور د نړيوال نظام او نړيوالې ادارې د پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي.

پوتين وويل، چې روسيه په دې مناسب چين ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوي، چې دغه هېواد د دولت رئيس شي جين پينګ تر مشرۍ لاندې يې ستر پرمختګونه او برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. هغه زياته کړه، چې روسيه د ګردې نړۍ د امنيت په اړه د چين له پېشنهاد څخه ملاتړ کوي او د هر کړۍ له هغو کړنو سره مخالفت کوي، چې د شينجيانګ، هانکانګ او تايوان د تش په نوم مسئلو په پلمه د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه غواړي.

دواړو مشرانو د اوکراين مسئلې په اړه د نظريو تبادلې هم وکړې.