د چين د صنايعو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت: د توليدي صنعت د پرمختګ تمايل یې نه دی بدل شوی
CMG2022/06/15 10:24:27
شريکول:

د چين د صنايعو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت مرستيال شين ګوه بين د جون په ۱۴ مه نېټه د چين د تېر لس کلن پرمختګ په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې له ۲۰۱۲م کال تر ۲۰۲۱م کال پورې د دغه هېواد د صنعتي چارو زياتوالي ارزښت له ۲۰۹۰۰ ميليارډو يوانو څخه ۳۷۳۰۰ ميليارډو يوانو ته پورته شوی، چې په دې جملې کې يې د توليدي چارو زياتوالی له ۱۶۹۸۰ ميليارډو يوانو څخه ۳۱۴۰۰ ميليارډو يوانو ته زيات شوی او د ټولې نړۍ په توليدي چارو کې يې له ۲۰ تر ٪۳۰  سلنه ځای نيولی دی.

نوموړي وويل، په يادې مودې کې د چين د صنعتي چارو زياتوالي ارزښت کلنۍ وده ٪۶.۳ ته رسېدلې، چې د نړۍ د صنعتي چارو زياتوالي ارزښت په پرتله  ٪۲  زياتوالی ښيي.

 په ۲۰۲۰م او ۲۰۲۱م کال کې د کرونا وبا له اغېزو سره سره بيا هم د چين د صنعتي چارو زياتوالي  ارزښت کلنۍ وده ٪۶.۱ ته رسېدلې، چې نه یوازې د هېواد د ثابتې اقتصادي ودې لپاره یې، بلکې د نړیوال صنعتي او اکمالاتي ځنځير او نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره يې هم مهم رول لوبولی دی.

شين ګوه بين زياته کړه، چې جيوپوليټيکس سیاست، د کرونا وبا نوې څپې او داسې نورو ځينو عواملو د چين پرمختګ له زياتو پيچليو او سختو ننګونو او بې ثباتۍ سره مخ کړی، خو د توليدي چارو د پرمختګ تمايل يې نه دی بدل شوی.

هغه وويل، چين د توليدي چارو بشپړ سيستم لري، مرکزي حکومت يې د اقتصادي ودې د ثابتولو په موخه يو لړ اقدامات غوره کړي او د تصديو تولیدي فعاليتونه يې دوباره پيل شوي، نو صنعتي وده به يې هم ډېر ژر بېرته عادي مدار ته وګرځي.