د چين ګونګ دونګ او مکاو د ځيرکې انرژۍ تخنيکونو د نوښت مرکز جوړوي
CMG2022/06/15 10:38:43
شريکول:

 د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ګونګ دونګ او مکاو سيمه ييزو چارواکو د جون په ۱۴ مه نېټه د جو های ښار په هنګ چن نوې سيمه کې يوه ګډه غونډه ترسره کړې او پرېکړه يې کړې، چې د ځيرکې انرژۍ تخنيکونو د نوښت مرکز په جوړونې کې به خپلمنځي همکارۍ پراخې کړي.

د پاکې انرژۍ د نړيوال فورم رئيس سو شو هوی په يادې غونډې کې ويلي، چې د چين بريښنا د پانګونې ډلې سره يې د همکاريو تړون لاسليک کړی او په راتلونکې کې به په هنګ چن کې د انرژۍ د ځېرکو تخنيکونو د نوښت مرکز جوړ کړي.

نوموړي ويلي، چې دواړه خواوې به تخنيکي تبادلې او همکارۍ هم زياتې کړي او د لوړې کچې وړکسانو او غوره پروګرامونو ته به ځان راجلب کړي.

د مالوماتو له مخې، د چين د برېښنا پانګونې ډلې له ۲۰۱۳ م کال راهيسې په هنګ چن کې د ځيرکژ انرژۍ تخنيکونو د نندارې پروژه روانه ساتلې، چې پر مټ يې د بريښنا کلنی لګښت څه دپاسه ۱۳ ميليونه يوانه کم شوی او د کاربن دوو اکسايدو د ايستلو اندازه يې شاوخوا ۴۱۰۰  ټنه کمه کړې ده.