د عراق د ائتلافي عملياتو قوامدانۍ د جون په ۱۴ مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره خبر ورکړ چې ځواکونو يې په همدې ورځ د دغه هېواد په شمال صلاح الدين ايالت کې د داعش ۸ وسله وال وژلي دي.
د يادې اعلاميې له مخې، د عراق پوځ په همدې ورځ د صلاح الدين ایالت په يوه کلي کې د داعش يو پټنځي کشف کړ او له اورپکو سره يې ډزې وکړې.
بيا وروسته د عراقي ځواکونو جنګي الوتکو او وسله والو چورلکو څو ځلې په همدې کلي کې د داعش پر پټنځای هوايي بريدونه کړي، چې له امله یې ۸ داعشيان وژل شوي دي.