د روغتيا نړيوال سازمان د جون په ۱۴ مه نېټه اعلان کړی، چې د بېړنيو پېښو کمېټه به يې د روانې مياشتې په ۲۳ مه نېټه يوه غونډه تر سره کړي او د مونکيپکس ويروس په اړه به مالومات او په نړۍ کې د دې ويروس په اړه شته اندېښنو ته ځواب ووايي.
روغتيا نړيوال سازمان يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې د نړۍ په ۳۹ هېوادونو کې پر مونکيپکس ويروس د اخته کسانو شمېر ۱۶سوو ته رسېدلی او نږدې ۱۵سوه شکمنې پېښې يې هم ثبت کړې دي.
په مونکيپکس ويروس ډېری اخته کسان په اروپايي هيوادونو کې دي.