د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روسيې د ولسمشر سلاکار اوشاکوف د جون په څوارلسمه نېټه ويلي، چې له اوکراين سره يې د خبرو اترو د بيا پيل په برخه کې هېڅ پرمختګ نه دی کړی.
د تاس خبري اژانس د جون په ۱۴مه نېټه د اوشاکوف په قول خبر ورکړی او ويلي يې دي، چې روسيې د اپرېل په ۱۵مه نېټه اوکراين ته د تړون مسوده وړاندې کړې، خو تراوسه یې هيڅ ځواب نه دی ترلاسه کړی.
نوموړي د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د ملاقات د امکاناتو په هکله ويلي، چې روسيه دغه امکانات نه ردوي، خو د ده په ټکو، د دې لپاره بايد سم چمتوالی ونيول شي.