روسيې پر ۴۹ بريتانويانو بنديزونه اعلان کړي
CMG2022/06/15 13:02:24
شريکول:

د روسيې بهرنيو چارو وزارت د جون په څوارلسمه نېټه په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د بريتانيې د خبري رسنيو او دفاعي پوځي ادارو پر ۴۹  کسان د بنديزونو په خپل ليست کې شامل کړي.

د دې هېواد د بهرنيو چارو وزارت په خپلې رسمي ويبپاڼې کې ياده اعلاميه خپره کړې، چې له مخې يې د ګارډين ورځپاڼې او د بي بي سي په شمول د بريتانوي خبري رسنيو ۲۹ کسان اجازه نه لري، چې روسيې ته سفرونه وکړي.

اعلاميه وايي، چې دغو کسانو د روسيې او اوکراين په هکله جعلي خبرونه او راپورونه ورکړي، چې له امله يې د بريتانيا په ټولنه کې له روسيې سره دښمني زياته شوې ده.

اعلاميه زياتوي، چې روسيه به د بريتانيا د دفاع وزير په شمول د دې هېواد د دفاعي پوځي ادارو پر شلو تنو هم بنديزونه ولګوي او لامل یې دا ښودلی، چې دوی اوکراين ته د وسلو په ليږلو کې لاس لري.

(غاټول)