امريکا به کله خپلې ژمنې پوره کړي؟
CMG2022/06/15 14:44:34
شريکول:

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او د يادې کميټې د بهرنيو چارو دفتر مشر يانګ جې چي د جون په ۱۳مه نېټه په لوګزامبورګ کې د امريکا د ولسمشر د ملي امنيت له سلاکار جاک سليوان سره ليدلي او دغې ليدنې يې څلور ساعته دوام کړی دی.

دواړو خواوو په دغې لېدنې کې صادقانه، ژورې او رغنده خبرې کړي او موافقه يې کړې، چې د اصلي کرښې په توګه به د دواړو هېوادونو د مشرانو مهمې موافقې عملي کوي، پياوړې اړيکې او ډيالوګ به روان ساتي او غلط فهمي به لرې او توپیرونه به اداره کړي.

دا په دوو کلونو کې د چين او امريکا د لوړ پوړو چارواکو تر منځ څلورمه مخامخ کتنه وه.

د چين او امريکې لوړپوړو چارواکو له دې مخکې په انکورج، زوريچ او روم کې هم لېدنې کړې وې، خو اوسنۍ غونډې يې نړۍ ته څرګند پيغام ورکړی، چې چين او امريکا د اړيکو ساتلو ته لېواله دي، په تېره بيا چين د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د موافقې د عملي کولو لپاره مسؤلانه چلند کړی او د دواړو هېوادونو تر منځ د پېچلو اړيکو په سمبالولو کې يې مداومه مرسته کړې ده.

د چين او امريکا اوسنۍ اړيکې په يوه حساس پړاو کې دي.

د چين او امريکې ترمنځ اړيکې په څلور لارې کې ولاړې دي. پرېکړه کوونکيبايد نه يوازې د دوه اړخيزو اړيکو پرمختيايي  لوری وټاکي بلکې پر دغه لوري دې واقعي  ګامونه پورته کړي.

د چين دولت رئيس شي جين پينګ نړۍ ته د متقابل احترام، په سوله کې د ګډ ژوند او د ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ درې اصول وړاندې کړي، خو د امريکا ولسمشر جو بایډن په مکرر ډول ژمنې کړي کوم چې هغه د يوې نوې سړې جګړې په لټه کې نه دی، د چين د نظام بدلون نه غواړي، د اتحادي اړيکو ټينګول يې د چين د مخالفت په مانا نه دی، د تایوان د خپلواکۍ ملاتړ نه کوي او نه هم له چین سره د شخړې اراده لري.

ستونزه دا ده، چې د چين او امريکا د مشرانو تر منځ مهې موافقې تر اوسه نه دي عملي شوي او حتی د امريکايي چارواکو کړنې د بايډن له څرګندونو سره په ټکر کې دي، خو چين بیا د يادې موافقې د عملي کولو لپاره صادقانه او نيک نيت ښودلی دی.

ښکاره خبره ده، چې د چين او امريکا د اړيکو پرمختګ د چين يواړخيز مکلفيت نه دی او نه هم يو غير متناسب موډل دی، چې امريکا به ستونزې رامنځته کوي او چين به يې مسؤل بلل کيږي.

اوسمهال د چين او امريکا د اړيکو پر وړاندې لوی خنډ دا دی، چې واشنګټن له استبدادي فکر او زبرځواک سره عادت شوی او په خپله اراده او خوښه د چين او امريکا تر منځ اړيکې له اصلي مدار لرې کوي.

نړۍ هم حالات څاري.

 چيني خوا له جاک سليوان سره په يادې لېدنې کې د شينجيانګ، هانګ کانګ، شي ځانګ، د چين جنوبي  سمندرګۍ، بشري حقونو، مذهبي چارو او نورو مسايلو په اړه امريکا ته خپل کلک دريځ څرګند کړی او په تېره بيا د تايوان مسئلې په اړه يې ټينګ دريځ نيولی دی.

چين د شانګريلا- ډیالوګ په غونډه کې هم داسې دريځ څرګند کړی: " که څوک د تایوان د خپلواکۍ جرأت وکړي، نو موږ به يې پر وړاندې په هره بيه جګړه وکړو. "

د امريکا پخواني خارجه وزير ډاکټرهنري کيسنجر، چې اوس يې د خپل عمر ۹۹مه کليزه لمانځلې، څو ورځې وړاندې له "تاميس ټايمز" سره په مرکه کې ويلي، چې د چين د لوېديځ کېدو تګلاره د امکان وړ نه ده او چين او امريکا د دوو زبرځواکونو په توګه د "ناورین ټکر" د مخنيوي مسئوليت لري. د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو لپاره د دواړو هېوادونو د مشرانو د موافقې عملي کول تر ټولو مهم کار دی او چين د دواړو خواوو تر منځ د اړيکو د تعريف سيالۍ سره مخالفت کوي.

تاریخي تجربې او اوسني واقعیتونه ښیي، که امریکا د چین په څېر ښه نیت ولري، د چین د مشرانو لخوا وړاندې شوي درې اصول تعقیب کړي او په عملي توګه د چین او امریکا اړیکې د سالم پرمختګ په لوري وخوځوي، نو دا به نه یوازې د چين او امريکا د اړيکو د ښه والي، بلکې د امريکا پر وړاندې د ستونزو په حل کې هم پوره مرسته وکړي.

 هغه څه چې خلک یې په اړه اندیښمن دي دا دي: امريکا به کله له چین سره کړې ژمنه پوره کړي؟

 (ژباړه: شکريه)