د ۷۰ هېوادونو استازو د چين په کورنيو چارو کې د لويديځو هېوادونو له لاسوهنې سره مخالفت وکړ
CMG2022/06/15 12:57:17
شريکول:

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۰مه غونډه د جون په څوارلسمه نېټه د سويس په ژنیو کې تر سره شوه.

د کيوبا استازي د شاوخواوو اوياوو هېوادونو په استازيتوب يادې غونډې ته وينا کړې او ويلي يې دي، چې د بېلا بېلو هېوادونو حاکميت، خپلواکۍ او د خاورو بشپړتيا ته درناوی کول او د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې نه لاسوهنه د نړیوالو اړيکو بنسټيز اصول دي.

نوموړي ويلي، چې د شينجيانګ، هاکانګ او شي ځانګ چارې د چين کورنۍ چارې دي او نړيوال بايد د بشري حقونو له سياسي کېدو او د دوو ګونې معیارونو له غوره کولو او د بشري حقونو په پلمه د چين په کورنيو چارو کې د نورو هېوادونو له لاسوهنې سره ټينګ مخالفت وکړي.

د کيوبا استازي زياته کړې، چې انساني ټولنه د کرونا وبا په شمول له ډېرو ننګونو او ستونزو سره مخ ده، نړيواله ټولنه دې پر څو اړخيزم ټينګار وکړي، يووالی او همکارۍ دې پياوړې کړي، په ګډه دې له نړيوالو ننګونو سره مقابله وکړي او د نړيوالې سولې او پرمختګ د پرمخبيولو او د بشري حقونو د ساتلو لپاره دې هڅې وکړي.

په يادې غونډې کې د نورو شلو هېوادونو استازو هم د خپلو ويناوو په ترڅ کې د بشري حقونو په برخه کې د چين له دريځ ملاتړ څرګند کړی دی.