چين د بشري حقونو په برخه کې د څواړخيزم د ساتلو غوښتنه وکړه
CMG2022/06/15 10:53:44
شريکول:

په جنيوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر او سويس کې د نورو نړيوالو سازمانونو په استازنځيو کې د چين دايمي استازي چن شيو د جون په ۱۴ مه نېټه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۰ مه غونډه کې د ۳۰ هېوادونو په استازيتوب وينا وکړه او د خپلې وينا پر مهال يې له بېلابېلو خواوو څخه وغوښتل، چې د بشري حقونو په برخه کې څواړخيزم وساتي او د بشري حقونو د نړيوالو چارو د سالم پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي.

نوموړي په خپله وينا کې څلور فقره ييز وړانديز وکړ.

۱:  د نړۍ ټول هيوادونه دې پر عدالت ټينګار وکړي.

چن شيو وويل، چې د بشري حقونو څواړخيز ميکانيزمونه باید د ملګرو ملتونو منشور او اصول مراعت کړي، له دوه ګوني معيارونو سره بايد مخالفت وکړي او د بشري حقونو په پلمه بايد د غړو هېوادونو په کورنيو چارو کې مداخلې ونه کړي.

۲: بېلا بېل هېوادونه دې پر ورخلاصون او ټولشموليت ټينګار وکړي.

چن شيو وويل، چې د نړۍ هېوادونه دې يو موټی شي، يووالی دې وساتي او د مساواتو او متقابل درناوي پربنسټ دې رغنده خبرې او ګډې همکارۍ وکړي.

۳: د بشري حقونو څواړخيز میکانيزمونه دې د هر هېواد حاکميت او هغه حق ته دې يې درناوی وکړي، چې پخپله له خپلو واقعي حالاتو سره سم د بشري حقونو د پرمختګ لار وټاکي.

۴: د بشري حقونو څواړخيز میکانيزمونه دې په مساوي ډول د بېلابېلو سيمو کارکوونکي پر دندو وګماري او د پرمختيايي هېوادونو زياتو وړ کسانو ته دې ځای ورکړي.