د شينجيانګ د بوستين جهل د لمدې ځمکې چاپيريال
CMG2022/06/15 16:53:18
شريکول:

بوستين جهيل د چين د شينجيانګ د باينغولن د مغولي قوم په کورواکه سيمه کې دی او په دغه هېواد کې د خوږو اوبو تر ټولو لوی ډنډ دی.

د بوسټين جهيل شاوخوا سيمو کې لسګونه زره مرغان اوسي او هر ځای يې ځالې ليدل کيږي.

 مرغان د هوا په ګرمېدو يا پسرلي او دوبي کې هګۍ او بچي پيدا کوي، نو ویل کیږي، چې د دې جهيل چارچاپېر سيمو کې يې تر لسو زرو ډېر بچي پيدا کړي دي.

د بوستين جهيل د لمدې ځمکې ملي پارک د کډوالو مرغانو د اوسېدو او د نسل د ډېرو لپاره يې مهم او مناسب ځای دی.

چين له تېرو څو کلونو راهيسې د لمدې ځمکې د چاپيريال د ساتنې او بشپړوالي لپاره ډېرې هڅې کوي او د کډوالو مرغانو لپاره يې ډېرې ښې ايکولوژيکې زمينې برابرې کړې دي.