د چين د ګوانګ شي د جوانګ قوم کورواکه سيمه د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په مټ پرمختګ کړی
CMG2022/06/16 16:53:42
شريکول:

 

د چين د ګوانګ شي د جوانګ قوم کورواکه سيمه ډېر ښه جغرافيايي غوره والی لري.

دغه سيمه د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې له غړو هېوادونو سره ۶ نړيوال بندرونه او يو شمېر نور سمندري بندرونه لري.

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۱۷م کال د اپريل په نولسمه نېټه د ګوانګ شي د بې های ښار له تيېشان سمندري بندر څخه د ليدنې پر مهال  وويل، چې د بندرونو ابادي او اقتصادي چارې د ورېښمو سمندري لارې نوې پاڼې اړوي او ډېر ارزښت لري. د ګوانګ شي د بېبو خليج د بندرونو د ابادۍ او اداري چارې بايد په ښه توګه تر سره شي او ټول بندرونه بايد د سيمې د ودې، د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ او د بهرنيو همکاريو د پراخوالي لپاره  زيات خدمتونه وکړي.

د جونګشين په نوم د نړيوالو ځمکنيو او سمندري سوداګريزو چارو نوې ټرانسپورټي لار د ۲۰۱۷م کال په سپتمبر کې ګټې اخيستنې ته سپارل شوې، چې له امله يې د ګوانګ شي د سمندري بندرونو له لارې د چونګ چينګ او ګوی جو په شمول د چين  ختيځو ولايتونو او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې ترمنځ د تجارتي تګ راتګ لپاره اسانتياوې برابرې شوي.

دغه راز نوموړې لارې او د چين او اروپا ترمنځ د بار وړونکو اورګاډو رېل پټلۍ په ګډه د يو کمربند او يوې لارې بشپړ  دايروي  ټرانسپورټي لين جوړ کړی دی.

د بېبو خليج د هغو سمندري پټليو شمېر، چې کانټېنرونه پرې ليږدول کيږي ۶۷ ته رسيدلی او هر کال پر دغو لارو  ۶  ميليونه کانتينرونه ليږدول کيږي.