د امريکا د چيکاګو پوهنتون څېړنه: د چين هوا ډېره پاکه شوې او د پام وړ ښې پايلې لري
CMG2022/06/16 10:48:39
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مې په ۱۵مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې په اشارې وويل، چې د هېواد د هوا کيفيت يې ښه شوی او د پام وړ او څرګندې پايلې يې تر لاسه کړي او هم د ايکولوژيکي چاپيريال په اړه د خلکو احساسات په پرله پسې توګه ښه شوي دي.

د امريکا چيکاګو پوهنتون په يوې څیړنې کې وايي، چې چين د هوا د ککړتيا ډېره مخه نيولې ده.

څېړنې ښيي، چې په چین کې په ۷ کلونو کې د هوا د ککړتیاوو د کمښت اندازه د امریکا په ۳۰ کلونو کې د هوا د ککړتیاوو کمښت له اندازې سره برابره ده او د چين دغه ګړندۍ چاره د نړۍ د لوګيو او دوړو په کمولو کې ډېره مرسته کړې ده.

د امريکا چيکاګو پوهنتون وايي، که چين همدغې چارې ته دوام ورکړي، نو د چينايانو منځنی عمر به دوه کاله زيات شي.

  وانګ ون بين وويل، چې د امريکا د چيکاګو پوهنتون څیړنې د هوا د ککړتيا د کنټرول په برخه کې د چين څرګندې لاسته راوړنې او د نړيوال چاپيريال د حکومتولۍ په برخه کې د چين د پام وړ مرستې تاييد کړې دي.

 (ژباړه: شکريه)