د سېنټ پیټرزبورګ ۲۵م نړیوال اقتصادي فورم پرانیستل شو
CMG2022/06/16 11:56:13
شريکول:

د سین هوا اژانس د خبر له مخې، د سېنټ پیټرزبورګ ۲۵م نړیوال اقتصادي فورم د جون په ۱۵مه نېټه په روسیه کې پرانیستل شو او د همدې میاشتې تر ۱۸مې نېټې به دوام ولري.

په دغه فورم کې د نړۍ د ۹۰ هېوادونو او سیمو سیاستوالو او سوداګرو ګډون کړی او د نړیوال اقتصاد پر وړاندې د شته ستونزو او د حل لارو چارو په اړه به بحثونه وکړي.

په دغه فورم کې به د روسیې د منځنیو او کوچنیو تصدیو، د شانګهای همکارۍ سازمان، د بریکس هېوادونو او د اروپا او اسیا د اقتصادي ټولنې او د اسیان د همکاريو په اړه ځانګړي سمینارونه ترتیب شي. برسیره پر دې، په دغه فورم کې به د نوښتي چارو او د درملو د خونديتوب په اړه هم شاوخوا ۱۳۰ فرعي فورمونه او مباحثوي غونډې ترسره شي.

د روسیې ولسمشر پوتین به د جون په ۱۷مه نېټه د دې فورم په عمومي غونډه کې ګډون او وینا وکړي. (هیله)