چين د انټرنېټ تر ټولو لوی بنسټیز تاسيسات جوړ کړي دي
CMG2022/06/16 14:56:28
شريکول:

چين د انټرنيټي شبکو د بنسټيزو تاسيساتو د جوړونې په لس کلن بهیر کې بې ساري پرمختګونه کړي او اوس اراده لري، چې د نړۍ د انټرنيټي شبکو تر ټولو لوی او ټيکنالوژيک سيسټم جوړ کړي.

 په چين کې د انټرنېټ پنځم نسل( 5G) چارې په چټکۍ مخ ته ځي او په دې برخې کې يې په نړۍ کې مخکښ ځای نيولی دی.

د مالوماتو له مخې، د چين د 4G بېس سټيشنونه د نړۍ نيمايي برخه جوړوي، د 5G بېس سټيشنونو شمېر يې ۱ ميليون او ۶۱۵ زرو  او د 5Gګرځنده ټليفون د استعمالوونکو شمېر يې ۴۱۳ ميليونو ته رسېدلی دی.