اکسيوس ورځپاڼې د جون په ۱۲مه خبر ورکړی، چې په امريکا کې د جون له لومړۍ نه تر ۱۲مې نېټې پورې د ډزو ۲۸ هغې سختې پېښې شوي، چې په هره پېښه کې يې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي.
خبر وايي، چې د روانې مياشتې يوازې په لومړۍ نېټه دغه هېواد کې کومه سخته پېښه نه ده رامنځته شوې.
د مالوماتو له مخې، په امريکا کې د روان کال د جون تر ۱۴ مې نېټې پورې د ډزو له امله ۱۹۶۹۶ تنه مړه شوي او ۱۶۶۷۳ تنه نور ټپيان شوي دي.
سږ کال په امريکا کې د ډزو ۲۶۷ سختې پېښې شوي او په اوسط ډول هره ورځ په دغه هېواد کې د ډزو يوه سخته پېښه رامنځته کيږي.