د چين درې ستورمزلي شن دونګ، ليو يانګ او چای شو جه څو ورځې مخکې د چين د فضايي سټېشن د تيان هه په نوم مرکزي خونې ته ننوتلي او خپل شپږ مياشتنې فضايي سفر يې پيل کړی دی.
د شنجو ۱۴م نمبر انسان وړونکي فضايي بيړۍ ستورمزلي به په دغه فضايي سفر کې پنځه لويې دندې ترسره کړي.
۱ـ د چين ستورمزلي به په لومړي ځل د ون تيان او منګ تيان په نوم د لابراتوارونو فضايي خونو ته ننوزي.
۲ـ دغه ستورمزلي به د ون تيان او منګ تيان په نوم د لابراتوارونو فضايی خونې جوړې کړي.
۳ـ د چين ستورمزلي به د ون تيان لابراتوار له فضايي خونې څخه د هېواد تنکيو ځوانانو ته په ژوندۍ بڼه فضايي درسونه ورکړي.
۴ـ دغه ستورمزلي به په لومړي ځل د ون تيان لابراتوار د فضايي خونې له شا څخه ووزي.
۵ـ د چين ستورمزلي به په لومړي ځل په فضا کې لوی او کوچنی ماشینونه په ګډه وکاروي.