د نړۍ ګڼو هېوادونو د بشري حقوقو په پلمه د چين په کورنيو چارو کې له لاسوهنې سره مخالفت وښود
CMG2022/06/16 10:50:01
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مې په ۱۵مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۰مه غونډه کې نژدې سلو هېوادونو د شينجيانګ، هانکانګ او شي ځانګ په اړه خپل عادلانه غږ پورته کړی او د چين له دريځ يې ملاتړ کړی دی.

وانګ ون بين وويل، چې لویديځو هيوادونو يو ځل بیا هڅه کړې، چې  پر چين بې اساسه پړې واچوي، خو د يادو هېوادونو دريځ يې هڅې ور شنډې کړې دي.

ښاغلي وانګ ون بين د خبريال د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې د بشري حقونو مسئلې په سیاست پسې تړل او د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنې د خلکو له غبرګون سره مخ کيږي او هيڅوک په ناسمو لارو شوم هدف ته نشي رسیدلی.

نوموړي وويل، چې یو شمیرغربي هیوادونه  پر له پسې درواغ جوړوي او دغه چاره يې دسیسې او ناوړه نیتونه نور هم افشا کوي.

وانګ ون بين زياته کړه، ځيني لویدیځ هيوادونه په ناوړو کړنو نه شي کولی، چې د چینايانو د پرمختګ مخه ونیسي او نه به هم چين د ملي حاکميت، امنيت او پرمختيايي ګټو د ساتنې هوډ بدل کړي.

(ژباړه: شکريه)