چين: امریکا بايد سمدستي ناوړه سایبري فعالیتونه ودروي
CMG2022/06/16 10:07:35
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مې په ۱۵مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې امريکا په ټولې نړۍ کې ناوړه سايبري فعاليتونه ترسره کوي او خپلو دغو چارو ته باید د پای ټکی کېږدي.

د "اېن زېډ" په نوم یوې نوې مالوماتي رسنۍ په دې وروستیو کې راپور ورکړی، چې د امریکا د ملي امنیت تر چتر لاندې ټول ارګانونه په نړۍ کې د انټرنیټ کاروونکو ډېټاګانې غلا کوي.

راپور وايي، چې واشنګټن له امريکايي شرکتونو څخه غوښتي، چې د چین د مخابراتي تجهیزاتو پر وړاندې د برید کولو وسلې جوړې کړي.

 

 وانګ ون بين وويل، چې چين اړوند راپور ته پاملرنه کړې او دغه راپور يو ځل بيا دا په ګوته کوي، چې امريکا د سايبر په امنيتي ډګر کې نه يوازې د چين، بلکې د ټولې نړۍ لپاره يو لوی ګواښ دی.

 نوموړي پر امريکا غږ وکړ، چې سایبري بريدونه سمدستي ودروي او د سايبري فضا په اړه دې مسوولانه چلند وکړي.

 

(ژباړه: شکريه)