یانګ جیې چه د بریکس هېوادونو د امنیتي چارو د لوړپوړو استازو د ۱۲مې غونډې مشري وکړه
CMG2022/06/16 11:54:20
شريکول:

د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو غړي او د یادې کمېټې د بهرنیو چارو کمیسیون د دفتر مشر یانګ جیې چه د جون په ۱۵مه نېټه له بېجینګ څخه د بریکس هېوادونو د امنيتي چارو د لوړپوړو استازو د ۱۲مې غونډې انلاین مشري وکړه.

هغه په خپلو خبرو کې پر دې ټینګار وکړ، چې بریکس هېوادونه باید پرانیستې، ټولشموله او د ګډو ګټو او همکاريو روحيه ولري او باید د ګڼو پرمختیايي هېوادونو د ګټو ساتنه وکړي.

د غونډې ګډونوالو د ترهګرۍ ضد د مبارزې او د انټرنيټي امنیت د کاري ګروپ چارې ارزيابي کړي او موافقه يې کړې، چې په دې برخه کې به نړیوال پلان وهڅوي.

دوی د څواړخیز نظام او نړیوالې ادارې د پياوړتیا، د ملي امنيت پر وړاندې له نویو ننګونو سره د مقابلې په شمول د ځينو موضوعاتو په اړه هم د نظریو تبادلې کړي او یو لړ ګډو نظریو ته رسیدلي دي.

 (هیله)