بايډن له اوکراین سره د یو میلیارډ ډالرو په ارزښت د پوځي مرستو پلان اعلان کړ
CMG2022/06/16 11:57:08
شريکول:

د امریکا ولسمشر جوبايډن د جون په ۱۵مه نېټه له خپل اوکرایني سیال ولاديمیر زلینسکي سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

 بايډن په خپلو خبرو کې له اوکراین څخه بیا ملاتړ څرګند کړی او له دغه هېواد سره يې د یو میلیارډ ډالرو په ارزښت د پوځي مرستو پلان اعلان کړی دی.

نوموړي ويلي، چې په یادو پوځي مرستو کې یې د سمندرغاړې دفاعي وسلې او د دونبس په عملياتو کې د اړتیا وړ توپونه شامل دي.

برسیره پر دې، بايډن له اوکراین سره د ۲۲۵ میلیونو ډالرو په ارزښت د بشردوستۍ مرستې اعلان هم کړی دی.

 (هیله)