د امریکا بې پیلوټه الوتکې د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۲۹مه نېټه په پلازمېنې کابل کې هوايي بريد وکړ، چې له امله يې ۱۰ کسان ووژل شول.
د امریکا دفاع وزارت تر تحقیقاتو اوڅېړنو وروسته دغه پېښه "غمجنه تېروتنه"
بللې، خو د دغه هوايي بريد برخوال چارواکي او سرتيري يې له سزا څخه ساتلي دي.
د امريکا د دفاع وزارت دا پریکړه د هوایي برید د قرباني زمري احمدي کورنۍ ته یوه بله ضربه ده.
فرشاد حیدري د احمدي وراره دی او د هغه کشر ورور، چې همغه ورځ د احمدي کور ته ورغلی و، هم په دغه هوايي برید کې ووژل شو.
.فرشاد حیدري په دغې ويډيو کې د يادې پېښې غمجن وضعيت ياد کړی دی.هغه څه ليدلي او څه وايي؟