د امريکا مشهورې ايو ايس اې ټودۍ ورځپاڼې (USA Today) د جون په ۱۶مه نېټه ويلي، چې يوې خبريالې يې جعلي خبرونه جوړ کړي دي.
ورځپاڼې د خبريالې نوم ګبرېلا مېرانډا ښودلی او ويلي يې دي، چې هغې د مهمو خبرونو په اړه راپورونه ورکول.
څېړنې ښيي، چې د ګبرېلا مېرانډا په راپورونو کې د ډېرو کسانو هویت جعلي او په خپله خوښه يې د مرکه کوونکو خبرې او مرکې ليکلې دي.
ايو ايس اې ټودۍ ورځپاڼې ويلي، چې د ګبرېلا مېرانډا ۲۳ خبرونه يې لرې کړي، چې منځپانګه يې د اوکراين پر کړکېچ او د توکيو اولمپيک لوبو ورټوله وه.
ورځپاڼې دا هم ويلي، چې ګبرېلا مېرانډ له خپلې دندې استعفا کړې ده.