د چين استازي له امريکا وغوښتل، چې افغانانو ته د اوښتو زيانونو جبران ورکړي
CMG2022/06/17 10:41:22
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين دایمي استازي د جون په ۱۶مه نېټه د بشري حقونو شورا په ۵۰مه غونډه کې د افغانستان مسئلې په تړاو يوه بحث کې ويلي، چې امريکا د افغانستان مسئلې د راپارونکې په توګه بايد په واقعي کړنو افغانانو ته د اوښتو زيانونو خساره ورکړي.

 د چين استازي ويلي، چې د افغانستان حالاتو کې د سترو بدلونونو له رامنځته کېدو راهيسې لس مياشتې تېرې شوي دي. د دغه هېواد لنډ مهالي حکومت د حکومتوالۍ په برخه کې ځيني پرمختګونه تر لاسه کړي، خو بيا هم د بشري، اقتصادي او امنيتي چارو کې له ډېرو ننګونو سره مخ دی.

د چين استازي پر نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره نږدې او هر اړخيزې خبرې ورسره وکړي او د دې هڅونه وکړي، چې دغه هېواد کې يو پراخ بنسټه او ټولشموله سياسي چوکاټ جوړ شي، حکومت يې نرمې، ثابتې او ټينګې کورنۍ او بهرنۍ تګلارې غوره کړي او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه وکړي.

نړيوال ټولنه بايد افغانستان ته اړمنې بشري مرستې او د کرونا وبا ضد مبارزې کې ورته ملاتړ برابر کړي.

د چين استازي ويلي، چې امريکايي ځواکونو ډېر زيات شمېر بې ګناه افغان ملکي وګړي وژلي او لسګونه ميليونه يې کډوالۍ ته مجبور کړي دي.

 امريکا په نامسئولانه توګه له افغانستان څخه خپل ځواکونه واېستل او دغې کړنې يې افغانان له سخت بشري بحران سره مخ کړي دي.

 امريکا د افغانستان ملي شتمنۍ کنګل او بيا غلا کړي، چې له امله يې د افغانانو ستونزې نورې هم سختې شوې دي.

د چين استازي پر امريکا غږ وکړ، چې پر افغانستان يو اړخيز بنديزونه سمدستي لغوه کړي او بې له شرطه او قیده افغانانو ته خپله شتمني وسپاري.